د فرانسې ولسمشر د قدس په اړه د ټرمپ په پریکړې نیوکه وکړه

د فرانسې جمهور رئیس د ټرمپ د هغه پریکړې په اړه چې په رسمي ډول اشغال شوی قدس د اسرائیل د رژیم د پایتخت په توګه پیژني نیوکه وکړه.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په خپل ټویټر لیکلي دي:کله چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په یو اړخیز ډول اورشلیم د اسرائیل د پایتخت په توګه اعلان کړ،دغه کار د بحث د حل او فصل لپاره مرسته ونه کړه.
مکرون دوام ورکړ: که چیرته فرانسه هم دا لاره تعقیب کړي،هغه اسان چاری رول چې په سیمه کې یې لري د لاسه ورکوي.
ټرمپ څو میاشتي مخکې په یوه غیر مسؤلانه وړاندیز سره قدس د اسرائیل د رژیم پایتخت اعلان کړ دا کار ددې سبب شو چې د ټرمپ د پریکړې په اړه نړیوال غبرګونونه راپورته شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *