د ټرمپ څرګندونې او د ناټو اندیښنه

د شمالي اتلانتیک د سازمان یا ناټو رول او هغه ارزښتونه چې دغه سازمان پرې ولاړ دی له بل هر وخت څخه اوس مهم دي.

د جرمني د دفاع وزیره ارزلا فوندر لیین، نن د سه شنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې ددې خبرې تر څنگ وویل چې ناټو د آزادۍ، دموکراسۍ او بشري حقوقو ساتونکي سازمان دی او ماموریت یې له بل هر وخت څخه اوس خورا مهم دی.

د جرمني د دفاع وزیرې دغه څرگندونې په واقعیت کې د امریکا د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ د وروستیو خبرو په غبرگون کې دي چې ناټو یې یوه “له کار لویدلې” او منسوحه ټولنه گڼلې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر والتر شتاینمایر هم ویلي دي چې د ښاغلي ټرمپ څرگندونې چې ناتو یې “له کار لویدلې” ټولنه گڼلې ددې سازمان د ٢٨ غړو هیوادونو ترمنځ اندیښنې زیږولي دي.

ښاغلي شتاینمایر چې په بروکسل کې د ناټو د عمومي منشي یان شتولتنبرگ سره له کتنې وروسته خیریالانو ته خبرې کولې وویل چې د ښاغلي ټرمپ خبرې د هغه د نومول شوي دفاع وزیر جمیز ماتیس له څرگندونو سره توپیر لري.

ښاغلي شتاینمایر وویل “د کشمکش د کمیدو نښه نښانه نه لیدل کیږي… څرگنده ده چې د منتخب جمهور رئیس ټرمپ خبرې چې ناټو منسوحه گڼي د ناټو د غړو د اندیښنې وړ دي”.

ښاغلي ټرمپ په دې وروستیو کې یو ځل بیا وویل چې ناټو له کاره لویدلې، ځکه چې د هغه په وینا دغه سازمان نه دی توانیدلی چې د ترهگریزو حملو مخنیوی وکړي.

په دې وروستیو کې ښاغلي ټرمپ دا هم ویلي وو چې د ناټو غړي هیوادونه ددې سازمان د لگښت برابره ونډه نه ورکوي. دا څرگندونې هم د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو لپاره د “حیرانتیا سبب شوي دي”.

د جرمني صدراعظمې انگلیلا مرکل تیره ورځ په برلین کې ویلي دي چې د ښاغلي ټرمپ دریځ پوره معلوم دی او “زه فکر کوم چې مونږ اروپایان خپل سرنوښت پخپله ټاکو”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *