مسکو : ایران په تدمر ښار کې نظامي اډه نه لري

د روسې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخاییل بوګدانونف له خبریالانو سره په خبرو کې وویل : مسکو هیځ ډول معلومات د ایران د نظامي اډې د شتون په اړه د سوريې د تمدمر ښار سره نژدې نه لري .
د روسې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال اعلان کړی چې هیوادیې د راګیرو خواو څخه غواړي د اسرایلو د رژیم حمله په سوریه د نه زغملو وړ وه ، او د اختلافاتو منع کوونکی شو .
نوموړي خبریالانو ته په خطاب کې و ویل :مونږ ټولو خواو ته د ارامې او قرارې بلنه ورکو تر څو په سیمه کې له زور او زیاتې څخه مخنیوی وکړو .
همدار راز د روسې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال تاکید وکړ چې مسکو هیڅ ډول معلومات د ایران د نظامي اډې د شتون په اړه د سوريې د تدمر ښار سره نژدې نه لري .
دا په داسې حال کې ده چې د اسرایلو د رژیم د ځواکونو ویاند اویخای ادرعی ، مدعی شوی و چې ایران د سورې د دولت په موافقت د ( تی فور ) د سورې د هوایې اډوڅخه چې د تدمر ښار ته نژدې دی د اسلحو د انتقال له پاره ترې استفاده کوي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *