افغانستان د صحراکپ سیالۍ ایرلنډ په ګونډو کړ

Afghanistan’s Samiullah Shenwari, right, celebrates with Mohammad Nabi the wicket of Bangladesh’s Mominul Haque during the Asia Cup one-day international cricket tournament in Fatullah, near Dhaka, Bangladesh, Saturday, March. 1, 2014. (AP Photo/A.M. Ahad)

افغانستان په متحدو عربو اماراتو کې د صحرا کپ په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له ایرلنډ څخه وګټله.

پچه ایرلنډ وګټله او په ۲۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه. محمد نبي، راشدخان او امیر حمزه د ایرلنډ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان دا منډې په ۱۹ اورونو کې پوره کړې او لوبه یې په پنځو ویکټو وګټله. محمد شهزاد محمدي او نجیب ترکي ښه پیل وکړ، شهزاد په ۲۹ او نجیب په۳۱ منډو وسوځېدل.

محمد نبي عیسي خیل په ۱۹ توپونو ۲۶ منډې وکړې او له نجیب ځدراڼ سره چې ۱۱ منډې وکړې، تر پایه ونه سوځېدل. په خپله کپټان اصغر ستانکزي شپږ منډې وکړې، ګلبدین نایب دوه اړ سمیع الله شینواري ۱۳ منډې وکړې.

تر دغو سیالیو مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي امریکا غږ اشنا ته ویلي وو چې د لوبغاړو مورال یې لوړ دی او هیله مند دی چې دا جام وګټي.

د صحرا کپ په سیالیو کې پر افغانستان سربېره ایرلنډ، سکاټلنډ، هالنډ، متحده عرب امارت، عمان، نمیبیا او هانګ برخه لري چې د همدغې میاشتې په ۱۴ نېټې په متحدو عربو اماراتو کې پيلیږي.

د افغانستان دویمه یې له اماراتو او درېیمه یې له نمیبیا سره ده. افغانستان څو کاله مخکې دا اتلولي ګټلي وه.

///////////////////////

په پولنډ کې امریکایي سرتیري ځای پر ځای شول

پولنډ رسمي ډول د هغو امریکایي سرتیرو هرکلی وکړ چې په ختیځه اروپا کې د روسیې د نفوذ د مخنیوي په خاطر ځای پر ځای کیږي.

د پولنډ صدراعظمې بیټا سیډلو او د دفاع وزیر انټوني ماشیارویک په لویدیځ ښار زگان کې د امریکایي سرتیرو هرکلی وکړ.

صدراعظمې امریکایي سرتیرو ته وویل چې په پولنډ کې د پردیتوب احساس مکوئ. هغه زیاته کړه “په پولنډ کې د امریکایي سرتیرو موجودیت د پولنډ او د سیمې د امنیت د ساتنې لپاره لپاره زموږ د ستراتیژۍ برخه ده”.

پولنډ ته د امریکایي سرتیرو لومړۍ ډله د پنجشنبې په ورځ له جرمني څخه ورسیده او مسکو ډېر سخت غبرگون وښود. د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف په پولنډ کې د امریکایي سرتیرو ځای پر ځای کېدل یو تهدید وبللو.

ویاند پیسکوف وویل “دا موضوع هغه وخت نوره هم جدي شي چې یو دریم قوت په اروپا کې زموږ په دروازه کې خپل ځان غښتلی کړي”.

پولنډي او امریکاي سرتیري په وارسا کې د ښامار ١٦ په نوم پوځي تمرینانو کې برخه اخلي.

پولنډي او امریکاي سرتیري په وارسا کې د ښامار ١٦ په نوم پوځي تمرینانو کې برخه اخلي.

تر سړې جگړې وروسته په اروپا کې ستر پوځي خوځښت

متحده ایالات پلان لري چې په پولنډ کې ټول ٣ زره سرتیري ځای پر ځای کړي او دا به د سړې جگړې نه وروسته په هغه هیواد کې د امریکایي سرتیرو تر ټولو غټ شمیر وي.

دغه ماموریت ته د اتلانتیک د خوندي کولو نوم ورکړل شوی. ٨٧ ټانکونه او پنځه سوه زغروال موټر به په پولنډ کې ځای پر ځای وي چې نورو ختیځو هیوادونو لکه لتوانیا، لیتویا، رومانیا، بلغاریا او هنگري ته به هم سفرونه کوي.

په دې اړه په پولنډ کې د امریکا سفیر وایي “دا د امریکا تر ټولو غښتلی ځواک دی. جگړې ته چمتو دی، په ډېر عالي کیفیت روزل شوی او ډېرې پرمختللې وسلې لري.”

په پولنډ کې د امریکایي سرتیرو د ځای پر ځای کولو امر ولسمشر اوباما په ٢٠١۴ کال کې پر اوکراین باندې د روسیې د برید نه وروسته وکړ.

د پولنډ د دفاع وزیر وایي په راتلونکو څو کلونو کې به د ناټو په چوکاټ کې په پولنډ کې ټول ٧ زره امریکايي او نور اروپایي سرتیري ځای پر ځای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *