د ننګرهار امنیتي سرتیري له داعش سره مبارزې ته دچمتوالي په حال کې دي

د ننګرهار امنیتي سرتیري له داعش سره مبارزې ته دچمتوالي په حال کې دي

که څه هم د کوټ په لاغرجو، سری بازار او سی پای سیمو کې اوس ټول کورونه خالي دي، خو داعش ډلې ډېرو ته اور ورته کړی ځکه په سیمه کې ټولې مېنې د سیمه ییزو حکومتي پولیسو وې.

د ننګرهار چارواکو منلې چې د اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې دغلته تر پنځه شپیتو کورنه سوځولي دي. ځايي خلک وايي د حکومت دغه مخالفه ډله سیمه کې تر پخوا قوې شوې او له تېرې ورځې راهیسې یې د حکومتي پوستو خواته پرمختګ شروع کړیدی.

یو ځايي کس امریکا غږ ته وویل”مخکې د سرای په بازار کې هم نه وو اوس د لاغرجو بازار ته راکښته شوي دي او پوستو ته لږ ځای پاتې دی”.

دوی وايي په رالاندې ساحو کې سیمه ییزو پولیس شته، خو له داعش سره په اسانۍ مقابله نه شي کولای، ځکه په شته وسلو خپله مخالفه غاړه نه شي راڅملولای.

د کوټ یو قومي مشر ملک احمدزی وايي په خپلو سترګو د هغو کورنو لمبې ګوري چې تازه اور ورته شوی دی. هغه وايي ” د سی پای سیمه کې دغه دی کورنو ته اور ورته شوی او لمبې ترې خېژي”.

هغه وايي که په سیمه کې طیارې بمبار ونه کړي نو سلګونه نور کورنه هم د سوځېدو له ګواښ سره مخ کېدونکي دي. دغه قومي مشر وايي د تېرې شپې راهیسې تر اوسه له سلو ډېرو کورنه سوي دي.

په سیمه کې مېشتو خلکو امریکا غږ ته دا هم ویلي چې که د حکومت چوپتیا همداسې دوام وکړي نو د سیمه ییزو پولیسو شته پوستې هم داعش وسله والو ته نشي ټیګېدای.

خو د ننګرهار امنیه قوماندان برید جنرال ګل اقا روحاني وايي داعش وسله والو په داسې سیمو کې کورنه سوځولي چې ددوی مرمۍ نه وررسي. هغه وايي “زمونږ له خط څخه د دهشکې مرمۍ هم نه رسېږي، پنځه کلیومتره هاخوا سیمه ده”.

هغه وايي په کوټ کې ټول امنیتي ځواکونه د داعش مقابلې ته د تیارسۍ په حالت کې دي، ځکه ممکن هره شېبه جګړه نښتلی شي.هغه زیاته کړه ” مونږ اوله درجه اظهارات لرو او داعش جګړې ته تیار یو”.

په ختیځ زون کې د پوځ قوماندانۍ واييچا ترې د کوټ د وضعیت د سمون لپاره د هوايي ځواک مرسته نه ده غوښتلې. تر اوسه د اسلامي دولت نومې ډلې په کوټ کې د کورونو د سوځولو په اړه څه نه دي ویلي.

د کوټ په ولسوالۍ کې څلور میاشتې وړاندې حکومت د داعش پر وړاندې عملیات وکړل، ډېرې سیمې پاکې شوې، خو تر عملیاتو وروسته حکومت بېرته ونه ساتلې.

په ننګرهار کې د کوټ په څېر، په اچین، نازیانو، هسکې مېنې او ځینو نورو ولسوالیو کې هم حکومتي سرتیرو داعش ضدي عملیات کړي خود حکومت ګټلې سیمې بیا د داعش لاسو ته لوېدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *