د شېخ زکزاکي د ازادولو لپاره له کورنۍ غوښتنې او بهرنۍ بلنې

د شېخ زکزاکي د ازادولو لپاره له کورنۍ غوښتنې او بهرنۍ بلنې

د نائجېريا د حکومت لخوا د شېخ زاکزکي له اوږد بنده او د هغۀ له بې محاکمې پاتې کېدو وروسته د دغه هېواد عدليې د شېخ د ازادولو او د هغۀ کورنۍ ته د جرمانې د ادا کولو حکم جاري کړ.

د عدالت دغه اقدام په هېواد کښې دننه او بهر له هرکلي سره مخامخ شو چې انعکاس يې نه يوازې په نائجېريا کښې بلکه په بهر کښې هم منعکس شوےدے.

په کورنۍ سطح د نائجېريا خلقو د شېخ د ازادولو په اړه د عدالت له حکم څخه هرکلے او د خوشحالۍ څرګندونه وکړه. خلقو په ټاکلي وخت کښې د نائجېريا د حکومت لخوا د دغه حکم په اجرا کولو کښې خپله اميدواري څرګنده کړه او حکومت يې په دغه هېواد کښې د قضائي ادارې احترام ته راوبلۀ.

په بهر کښې هم په مختلفو هېوادونو کښې د مختلفو ډلو، ګوندونو او ادارو لخوا ګڼ شمېر بيانيې جاري شوې دي چې پکې يې له دغه حکم څخه هرکلے کړے دے او له حکومته يې غوښتي دي چې دغه حکم دې اجرا کړي.

د روېنډا هېواد علماو په خپله بيانيه کښې د شېخ زاکزاکي له ازادۍ سره اړوند خبرونه خوشحالوونکي وبلل او له هغو ټولو کسانو څخه يې مننه وکړه چې د دغه مقصد په حاصلولو يعنې د شېخ په ازادولو کښې يې ونډه لرلې او يا يې څه کوشش کړے دے.

د روېنډا علماو وويل دا ورځ د خوشحالۍ ورځ ده خو د خوشحالۍ لويه ورځ هم شته او هغه ورځ به د شېخ زاکزاکي د ازادېدو ورځ وي.

د مالي هېواد علماو هم په داسې يوه بيانيه کښې خپله خوشحالي وښودله او د شېخ ابراهيم زاکزاکي او ټولو نيول شويو کسانو د فوري ازادۍ غوښته يې وکړه.

د بورونډي اسلامي موسسې هم په خپله بيانيه کښې له شېخ زاکزاکي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د نائجېريا د قضائي ادارې د مېړانې او خپلواکۍ قدرونه يې وکړه . دغې موسسې له شېخ او اسلامي غورځنګ څخه يو ځل بيا ملاتړ اعلان کړ او د نائجېريا حکومت يې د هغۀ او ورسره د نورو بندي ملګرو ازادولو او د وژلې د عاملانو محاکمه کولو ته راوبالۀ.

په بورکينا فاسو کښې د اسلامي کلتور موسسې هم خپل غږ د نائجېريا د حکومت غوږو ته ورسوۀ او د شېخ زکزاکي او د هغۀ د مېرمن د زر تر زره پرېښودو غوښته يې وکړه. دغې موسسې همدارنګ د نائجېريا حکومت د هغو جنايتونو په مقابل کښې چې اسلامي او انساني ارزښتونه تر پښو لاندې چخڼي کوي د امنيت ټينګولو او له خلقو څخه ملاتړ ته راوبلۀ.

په يوګېنډا کښې هم القرآن والعتره موسسې د نائجېريا له حکومت څخه د مننې ترڅنګه له دغه حکومته وغوښتل چې شېخ دې زر تر زره ازاد کړي او د دغه وحشيانه جنايتونو مرتکب کسان دې محاکمه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *