په افریقا کې سیلابونو او ځمکې ښویدنې د ۶۰ تنو ژوند واخیست

په جنوبي افریقا کې سختو بارانونو او سیلابونو راوتلو د ۶۰ کسانو ژوند واخیست.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د افریقا د مرستې رسونې ډلو ویلي دي چې په څو وروستیو ورځو کې ددې هېواد سویلي او ختیځي برخې د بارانونو او سیلابونو د راتګ شاهدې وي او سلګونه کسان یې کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.

ددې ترڅنګ په دغه هېواد کې سیلابونو او ځمکې ښویدنې ۶۰ تنه وژلي او لسګونه کسان یې بې کوره کړي دي.

په ورته وخت کې د جنوبي افریقا ولسمشر«سیریل راماپوزا» د قربانیانو متضرره کورنیو سره لیدلي او له هغوې سره یې غم شریکې کړي ده.

دا په داسې حال کې ده چې ددغه هېواد د هوا پیژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې امکان لري په راتلونکو ورځو کې هم د باران اورښت دوام ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *