د شمالي او سويلي افريقا ترمنځ د شخړو له ديرښت او د دواړو هيوادونو په گډه پوله کي له نښتو وروسته شمالي کوريا ويلي: د دوارو کورياوو وضعيت د بد تره کيدو په لور روان دي. بله خوا بانکي مون له دوارو هيوادونو غوشتي ترخو له صبر او حوصلي کار واخلي

د دواړو هیوادونو ګدې پولې ته نږدې د پوځیانو ترمنځ له نښتو وروسته د پولې شاوخوا ته د دواړو کوریاوو پوځیان د تیارسی په حال کې دي شمالي کوریا له سویلي کوریا سره جګړې ته د تیار سی چمتوالی ښودلی. دډې هیواد بهرنیو چارو وزیر ویلي: د کوریا په ټاپو وزمه کې حالات کې کړکیچتیا په لور روان دي او د شمالي کوریا پوځ له خپل هیواد او هیوادوالو څخه د دفاع لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي د دواړو خواوو ترمنځ ترینګلتیا د اندیښنې وړ ښودلې او له دوی څخه یي غوښتي ترڅو له صبر او حوصلې څخه کار واخلي له دې سره ده د دواړو کوریاوو له ولسمشرانو غوښتي ترڅو له داسې ګامونو پورته کولو ډډه وکړي کوم چې په سیمه کې حالات کړکیچن کوي.

امریکا چې د سویلي کوریا ملګری هیواد دی له شمالي کوریا غوښتې ترڅو ستونزو ته له لمن وهلو ډډه وکړي. د دواړو خواوو ترمنځ شخړې ددې لامل شوې ترڅو امریکا او سویلي کوریا خپلې ګډې پوځي آزموینې وځنډوي. اوس مهال د دیرشو زرو به شاوخوا کې امریکایي سرتیري په سویلي کوریا کې ځای پر ځای دي. له نولس سوه درې پنځوسم کال راهیسې دواړه کوریاوې په جنګي حالت کې دي او ددوی ترمنځ هیڅ ډول د اوربند او سولې تړون لیک نه دی لاسلیک شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *