د بشر حقونو ۳۱ بنسټونو پر اسرایلو نیوکه کړې

د بشر حقونو اړوند ۳۱ فعاله بنسټونو د فلسطينيانو د کورونو د ورانولو په هکله پر اسرايلو نيوکه کړې ده دي بنسټونو د جمعي په ورځ د يوي اعلااميي په خپرولو سره د اسرايلو له لوري د فلسطينيانو د کورونو نړولو کچه لوړه ښودلي او له نريوالي تولني څخه يي د مخنيوي غوښتنه کري ده

له دي یو دیرشو بنسټونو څخه کولای شو د اکسفام نړیوالې موسسې ته نغوته وکړو. د مرستې رسونې دې ادارې د ملګرو ملتونو د مالوماتو سربیره ویلي: یواځې په تیره اونۍ کې یو سله دوه دیرش فلسطینیان چې په هغوی کې دوه اتیایي ماشومان دي د اسرایلو له لوري بیکوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو له لوري د خپرو شویو مالوماتو له مخې په تیره اونۍ کې د اسرایلو له لوري د فلسطیانو درې شپیته کورونه نړل شوي چې د دوه اتیا ماشومان په ګډون یوسل دوه دیرش فلسطینان یي بیکوره کړي دي.

له دې سره ویل شوي اسرایلو د فلسطین په سي سیمه کې چې شپیته سلنه یي په باختري تړانګه کې ده د ښآرګوتو رغاونې ته زور ورکړل شوی دی. ددې ریپوټ له مخې په دوه زره پنڅه لسم کال کې تر اوسه پڼخه سوه دیرش فلسطینیان بیکوره شوي دي او دا شمیره په تیرو کلونو کې ساری نلري.

د اکسفام یوه چارواکي په دې هکله ویلي د اسرایلو له لوري د کورنو نړولو فلسطینان په تنګ کړي او د سولې خبرو ته یي هم زیان رسولی دی.

دې ډلې په خپله خپره شوې وینا پاڼه کې ویلي: اسرایل باید په ډيرې بیشرمی سره د فلسطینانو د کورنو د نړولو او هغه غیر قانوني ښارګوټو په رغاونه کې چې لګښت یې د نړیوالو ټولنې له لوري ورکول کیږی ګرم وپیژندل شي.

له نیم میلیونه ډیر اسرایلیان له یوسل شلو ډیرو ښاګوټو کې ژوند کوی او دوی له نولس سوه اوه شپیتم کال راهیسې له کله چې دا سیمې د اسرایلو له لوري ونیول شوي په دې سیمو کې میشت دي.

د نړۍ ډیری هیوادونه د اسرایلو له لوري رغول شوي ښارګوټي غیر قانوني بولي ځکه چې دې رژیم په نولس سوه اوه شپیتم کال کې د جګړې پر مهال دا سیمې نیولې دي او د جینو د پریکړې له مخې د فلسطین په نیول شوې خاوره کې د اسرایلو له لوري هر ډول رغاونه غیر قانوني ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *