د ټاکنو سمون کميسيون غړيو ويلي، په راتلونکو اونيو کي به د ملي يوالي حکومت ته خپل وړانديزونه وړاندې کړي

ددې کميسيون ريس نن وويل: دوي اوس مهال د تاکنو په قانون کي د بدلون راوستلو او د ورانديزونو په چمتو کولو بوخت دي

د ټاکنو په قانون کې د بدلون او اړوندو کمیسیونو کې د سمون راوستل د ټاکنو د سمون کمیسیون له اصلي دندو څخه شمیرل کیږي. دا کمیسیون له یوې میاشتې راهیسې د سمون راوستلو په موخه له خلکو سره د خبرو په حال کې وو او اوس ووایي دوی د ملي یوالي حکومت مشرانو ته د وړاندیزونو د چمتو کولو په حال کې دي. یوه اونۍ وروسته به ددې کمیسیون د غړیو کاري فعالیت چې ډيری کارپوهان یي غیر مسلکي بولي په داګه شي. خو تر اوسه دا نده روښآنه چې ددې کمیسیون وړاندیزونه به د ولسمشر او اجرایي ریاست له لوري ومنل شي او که نه ؟

د پارلماني ټاکنو د تر سره کیدو له نیټې څلور میاشتې تیریږي خو اړوند کمیسیونونه تر اوسه د سمون راوستلو په تمه دي او دا هم تر اوسه نه ده روښانه چې دا ستونزه به کله هواره شي او پارلماني ټاکنې به تر کومې نیټې وځنډول شي.

خو د ټاکنو سمون کمیسیون وایي چې د ټاکنو د تر سره کیدو نیټې اعلان د ټاکنو خپلواک کمیسیون دنده ده د هغه کمیسیون چې تر اوسه یي برخلیک نه دی روښانه

د ټاکنو سمون کمیسیون ریس شاه سلطان عاکفي نن پّ یوه ناسته کې د مشرانو جرګې د جرګیو له ریسانو سره په ناسته کې وویل اوس مهال مونږ د ملي یوالي حکومت مشرانو ته د وړاندیزونو د چمتو کولو په حال کې یو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *