پمپئو:مرکچي پلاوی ټول شموله دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو برعکس په دې عقیده دی چې د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی «ټول شموله» دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،مایک پمپئو پر خپل ټویټر د حکومت له مشرانو څخه غوښتي دي چې د ټول شموله حکومت د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
نوموړي تیره شپه په یوه ټویټ کې ولیکل:” د افغان همکارانو څخه د بین الافغاني مذاکراتو د بریالي کیدو او ټول شموله مذاکره کوونکي پلاوي د جوړولو مننه کوم”.
پمپیو د بندیانو د خلاصیدو ترڅنګ ټینګار وکړ چې د افغانستان مشران باید د یوه ټول شموله حکومت جوړولو لپاره هم ژمن واوسي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ حکومت د معصوم ستانکزي تر مشرۍ لاندې د ۲۱ تنه مرکچي پلاوي لیست معرفي کړ.
مګر طالبانو د افغانستان د پلاوې د جوړښت سره مخالفت کړی او د امریکا سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک مخالف یې بللی دی.