د افغانستان په ځینې برخو کې د باران او سیلاب راتلل

د هېواد د هوا پیژندنې ریاست د هېواد په زیاتو برخو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو د راتګ خبرداری ورکړی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د هوا پیژندنې ادارې خبرداری د صبا او بل صبا ورځې ( وري ۱۱ او ۱۲) لپاره ورکړل شوی دی.

په دې خبرداري کې په (لوړو ارتفاع لرونکو)سیمو کې د واورې، د بریښنا سره یوځای سخت باران او د ناڅاپي سیلابونو د راوتلو وړاندوینه شوي ده.

د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، قندهار، غور، دایکندي، ارزګان، زابل، پکتیکا، غزني، بامیان، خوست، پکتیا، میدان وردګ، لوګر، کابل، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، فاریاب، جوزجان او سالنګونه د هغه سیمو له جملې څخه دي چې د بارانونو او سیلابونو د راتګ شاهدې دي.

په همدې اساس، په مختلفو سیمو کې د باران اندازه د ۲۰ څخه تر ۵۰ ملې مترو او په لوړو نقطو کې د واورې اندازه د ۱۵ څخه تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *