په سمنګان کې پر کرونا اخته کس روغ شو

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په سمنګان ولایت کې په کرونا ویروس (کوویډ ۱۹) اخته کس ښه شوی او له روغتون څخه رخصت شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحیدالله مایار د نن ورځې( وري ۹) په خبرپاڼه کې وویل چې دا کس په هېواد کې په کرونا ویروس اخته پینځم کس دی چې روغ شوی دی.

له دې وړاندې یو کس په دایکنډي،یو په کاپیسا او دوه تنه په هرات کې پر کرونا ویروس د اخته کیدو وروسته صحتمند شوي وو.

لا تر اوسه په هېواد کې د کورنا پر ویروس د اخته کیدو له وجې په هېواد کې د مړینې درې پیښې ثبت شوي دي.

مایار په هېواد کې د کرونا ویروس د وروستیو جزییاتو په اړه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ټولو ۱۰۲ مشکوکو نمونو څخه چې د کابل او هرات په لابراتوارونو کې ټیست شوي دي د ۱۵ نمونو نتیجه مثبت ښودل شوي ده.

د هغه پر وینا،د ۱۵ تازه پیښو له جملې څخه ۱۱ په هرات،درې په فراه او یوه پیښه په غزني کې ثبت شوي ده.

د کرونا ویروس د ۱۵ تازه پیښو په ثبتیدو سره د هېواد په کچه په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د قاطع ملاتړ د څلور سرتیرو په ګډون ۱۰۶ کسانو ته رسیدلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *