ننګرهار کې د ۸ ملکي وګړو مرګ ژوبله
د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت سره رود ولسوالۍ کې د مخالفینو په بریدونو کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په «خوسا چینې او بړینې » سیمو کې تېره ورځ د وسله والو مخالفینو له لورې د توغول شوو هاوان مرمیو د لګیدو له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او د یوې ماشومې او څلور میرمنو په ګډون ۶ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي ټپیان روغتون ته انتقال شوي.
د خوږیاڼي په خبره د یادو مخالفینو د لمنځه وړلو په موخه امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او ژر به ټولې سیمې د دوی له شتون څخه پاکي کړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.