د جمهوري ریاست د ټاکنیزو کمپاینونو پیل کېدل
د جمهوري ریاست د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې په هېواد کې د دوه میاشتو لپاره پیل شوي تر څو پکې نوماندان خپلې موخې خلکو ته وروپیژني.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ټاکنیز تقویم پر اساس د جمهوري ریاست ټاکنیزې مبارزې له نن ورځ ( زمري ۶) پیل او تر دوه میاشتو به دوام وکړي.
د جمهوري ریاست نوماندان به په دې موده کې خپلې برنامې،موخې او شعارونه خلکو ته وروپیژني.
د جمهوري ریاست نوماندان د خپلو کمپایني برنامو لپاره د ۴۰۰ میلیونه افغانیو څخه د زیات لګښت اجازه لري.
د ټاکنو کميسیونونو پر ټاکنو د نظارت او څار لپاره چمتوالی نیولی دی؛ د ټاکنو د قانون پر اساس،له وخت مخکې کمپاینونه،د سیال نوماند بې احترامي،په عمومي محفلونو کې کمپاین،د سیال نوماند د تبلیغاتو زیانمنول،د بهرنیو مرستو ترلاسه کول او له دولتي امکاناتو څخه بده استفاده، د ټاکنیزو سرغړونو په توګه شمېرل کیږي.
ننګرهار کې نامعلومو وسله والو د امن عامه کنډک یو ساتنمن وژلی
د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نا معلومو وسله والو یو تن د امن عامه کنډک یو ساتنمن په ډزو وژلی.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د زمري په ( ۶ ) نیټه سهار ۵:۳۰ بجې د جلال اباد ښار اړوند د عیدګاه مسجد ته څیرمه نامعلومو وسله والو د امن عامه کنډک یوتن لومړی ساتنمن «یونس » وژلی.
نوموړی وایې وسله وال له سیمې تښتیدلي خو د نیولو په اړه یې پلټنې روانې دي.
د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.