په غزنې کې بیا ځلې د هاموي موټر چاودنه

وسله والو طالبانو یو ځل بیا له هاموي موټر څخه په ګټه اخیستنې د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته برید ترسره کړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دا برید نن سهار ۴:۰۰ بجې د اب بند ولسوالۍ په سرفراز کلي کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته ترسره شوي ده.

د غزني ولایت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې چاودنه کې څلور تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

له بله پلوه د غزني ښار په دریمه حوزه کې په یوه ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه په ده یک ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه غونډه د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې اته تنه وسلوال طالبان وژل شوي او پینځه تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه ددې پیښو په اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په اب بند ولسوالۍ کې د هاموي موټر څخه په ګټې اخیستني یو موټربم برید ترسره شوی و،چې په پایله کې یې درې تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *