د وسله وال طالب په کور کې چاودنې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د لغمان چارواکي وایې؛ د دې ولایت الیشنګ ولسوالۍ د شمکټ په خوال سیمه کې د یوه وسله وال طالب په کور کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله درې ښځې او یو نارینه وژل شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تېره ورځ ناوخته د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د شمکټ د خوال په سیمه کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم غړي ګل ولي په کور کې لومړی اورلیګیدلی، چې ورسره همهاله په یاد کور کې شته چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې پرمهال یې درې ښځې او یو نارینه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د امنیتي مسولینو د معلوماتو له مخې په دې کور کې به چاودیدونکي توکي او بمونه جوړیدل.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *