د پکتیا ولایت د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شوي
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري د پکتیا ولایت د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوي چې له مخې یې یوې ښځې او څلور نارینه وو مجلس ته لار موندلي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د ټاکنو د کمیسیون له لوري د پکتیا ولایت د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو په خپاره شوي لیست کې محمد ابراهیم غښتلی،ډاکټر یاربازخان حمیدي،نصیب مقبل،سیدحسن ګردیزی او راضیه سعادت منګل ګټونکي اعلان شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې د خلکو د رایو څخه یې په سم ډول ساتنه کړي او د هیڅ یو تن حق ضایع شوی نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا ولایت د پارلماني ټاکنو په ابتدایي لیست کې محمد نواب منګل،یارباز خان حمیدي،محمد ابراهیم غښتلی،سید حسن ګردیزی او راضیه سادات ګټونکي اعلان شوي وو.