د جلال اباد ښار کې د یو موټر چلوونکی وژل کیدل
د ننګرهار چارواکي وایې نن دوشنبه د غویي په ( ۹) نیټه سهار د جلال اباد ښار اتمه ناحيه دبهسودو پله ترڅيرمه يوموټرچلونکى نامالومو کسانوپه ډزو وژلى.
عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته یاد پیښه تاید کړه وویل د قاتلینو په نیولو پسې هڅې روانې دي.
د پیښې علت لا څرګند نه دی او نه هم تراوسه چا د دې پیښې مسولیت نه دی منلی.
د یادونې وړ ده، چې په دې ورستیو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنۍ زیاتې شوې، چې د دې ښار اوسیدونکې یې اندښیمن کړي.