د فراه د فوائید عامې سرپرست ووژل شو
د فراه ولایت د فواید عامې ریاست سرپرست د ناپیژانده وسله والو له لوري په فراه ښار کې ترور شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،انجینر محمد سلیم فراهي نن سهار د( کب ۲۲) د فراه ښار په لمړۍ ناحیه کې د ناپیژانده وسلوالو له لوري وژل شوی دی.
د فراه والي محمد شعیب ثابت د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې دغه پیښه تایید کړه او څرګنده یې کړه چې دغه قضیه د جدې څیړنې لاندې ده.
نوموړې په دې اړه زیات مالومات وړاندې کړي نه دي مګر یوازې د فراهي ترور کېدل یې منلي دي.
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.