د طالبانو د درې مهمو غړیو نیول کېدل

د ملې امنیت ځواکونو د بغلان ولایت په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو درې مهم غړي او ددغه ډلې یو نفوذي کس نیولي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،۲۰۹ شاهین قول اردو د نن ورځې( کب ۲۱) په خپرې شوي خبرپاڼې کې ویلي دي چې د وسله والو طالبانو د استخباراتو غړی«بهادر»،د بغلان د پولیسو د قومندانۍ د جلب وجذب کنډک افسر «رامز» د غلام محي الدین زوي د وسله والو طالبانو نفوذي کس او د بغلان ولایت په مربوطاتو کې په ورانکارو،ترهګریزو او نظامي مالوماتو د راجمع کولو په فعالیتونو بوخت«هدایت الله» د ملې امنیت د ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملې امنیت ځواکونو د یادو کسانو د نیولو لپاره یو لړ ځانګړي عملیات په لاره اچولي وو.

له بله پلوه هم ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوې جلا خبرپاڼه کې ویلي دي چې د طالبانو د ځانګړې قطعې غړیو چې د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو یې د برید نیت درلود وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *