د کونړ په نرنګ ولسوالی کې د داعش د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات پیل شول
د کونړ امنیتي چارواکي د دې ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو د ځپلو په موخه د عملیاتو د پیلیدو خبر ورکوي.
د کونړ د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو مسول فرید دهقان خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د تیرې شپې د اته بجو راهیسې د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په باډیل دره کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي ځواک په ملتیا د افغان ګډو امنیتي ځواکونو له لورې د داعش او نور مخالفو وسله والو د ځپلو او له منځه وړلو په موخه د قهر سیلا ۲ په نوم چاڼیز عملیات پیل شویدي.
د نوموړي په خبره دغه عملیات به تر هغو دوام ولري، چې یادې سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شي.
د دهقان په خبره د دغو عملیاتو د لاسته راوړنو په اړه به ورورسته معلومات شریک شي.
د کونړ د امنیه قومندانۍ د ویاند په خبره د کونړ په یو شمیر سیمو کې په دې ورستیو کې د داعشیانو د جلب و جذب او دنورو فعالیتونو مرکزونه د افغان ګډو امنیتي ځواکونو له لورې له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده ، چې د کونړ په یو شمیر ولسوالیو کې د طالبانو تحریک، القاعده او د امارات اسلامي مخالفې وسله والې ډلې فعالیت لري.
په ورته وخت کې د کونړ په وټه پور ولسوالۍ او باډیل دره کې د داعش تروریستي ډلې د شتون خبره هم کیږي.