د اریانا پیلوټ د ډهلې هوایي ډګر وځنډاوه

د  « نوې ډهلې» په نړیوال هوایي ډګر کې د اریانا د هوایي شرکت د یوه پیلوټ یوه تیروتنه د پروازونو د دوه ساعته بندیدو او د هند د ترهګرې ضد ځواکونو له لوري د دې هوایي ډګر د محاصرې سبب وګرځیده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،هندې رسنیو اعلان کړی دی چې د اریانا هوایي شرکت یو پیلوټ؛ پرون ورځ د «نوې ډهلې» د نړیوال هوایي ډګر څخه د پرواز څو دقیقې وړاندې په خطایي ډول د «انسان تښتونې» د خبردارې بټن ته په فشار ورکولو سره ددې سبب وګرځید چې د هند د ترهګرۍ ضد ځواکونه دغه هوایي ډګر محاصره کړي.

د امنیتي چارواکو د خبرو له مخې،دغه الوتکه د ۱۳۳ سپرلیو سره له ډهلې څخه کندهار ته تلله؛ مګر له دوه ساعته بندیز وروسته یې د پرواز اجازه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې په ۱۹۹۹ میلادې کال کې یوه هندې الوتکه چې ټاکل شوي وه له نیپال څخه «نوې ډهلې» ته لاړه شي د ترهګرو له لورې وتښتول شوه او په کندهار هوایي ډګر کې کینول شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *