د بغلان په برکه کې د ملي اردو د سرتیرو مشکوکه وژنه

د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ امنیتي چارواکي  وایي چې په دې ولسوالۍ کې د ملې اردو پر مقر باندې د وسله والو طالبانو په یوه مشکوک برید کې د ملې اردو ۹ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او درې تنه نور ټپیان دي.

د برکه ولسوالۍ د پولیسو قومندان ،محمد علي ابراهیمي خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تیره شپه د« فلول»په سیمه کې د ملې اردو پر یوه میشت ځای برید ترسره کړی دی.

د نوموړې پر وینا،دغه برید په مشکوکه توګه وو؛ تر څو چې کومکي ځواکونه او پولیس رسیدل ،ټول سرتیري وژل شوي یا ټپيان شوي وو او یو بل تن یې لادرکه وو.

ابراهیمي زیاته کړه چې د ملې اردو د میشت ځای اطراف د وسله والو طالبانو له لورې په بمونو پوښل شوي وو او کله چې نن سهار ( لړم ۲۰) قومي مشران د څیړنې لپاره سیمې ته ځي د ماین د چاودنې په پایله کې یې  څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په عین حال کې د برکه ولسوالۍ ولسوال،شمس الدین شهاب وایي چې په دې پیښه کې د ملې اردو ۹ سرتیري وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

له بله پلوه هم، یوې امنیتې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي  څرګنده کړه چې په دې برید کې د ملې اردو ۱۵ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی،دوه هاموي او یو هاوان یې هم د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلی دی.

د سرچینې پر وینا ،د ملې اردو میشت ځای یو وار د وسله والو طالبانو په کنټرول کې لویدلی وو او وروسته بیرته دولت نیولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *