د یمن فوځ د عربستان په سویل کې د الواجب نظامي مرکز تر هدف لاندې نیولی دی

یمني سرچینو ویلي دي، چې د یمن فوځ د عربستان په سویل په نجران کې میشت د سعودي د تیري کوونکي ایتلاف یو مرکز تر هدف لاندې نیولی دی.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،ویل کیږي، چې د یمن فوځ د توغندیو دستګاه او ولسي کمیټو د عربستان په سویل کې د نجران په سیمه باندې یو بالستیک توغندی ورغورځولی دی.

په همدغه حال کې د یمن د فوځ د توغندیو دستګاه او د انصارالله ډلو نن ورځ سې شنبې( زمري ۱۶) د یوه توغندي په توغولو سره د عربستان په الخوبه سیمه کې د سعودیانو مورچې تر هدف لاندې نیولي دي.

ویل کیږي، چې د یمن د توغندیو دستګاه ډېرې وخت د سعودي عربستان د نجران او جیزان سیمې د توغندیزو بریدو په واسطه تر برید لاندې نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د یمن فوځ او ولسي ځواکونو د روان کال د پیل څخه د سعودي د شبه نظامیانو په ټولیو باندې توغندیز بریدونه سخت کړي دي او د عربستان هیواد مهمې نقطې یې تر برید لاندې نیولي دي چې کولای شو ووایي چې ۲۰۱۸ کال د یمنیانو لپاره یو توغندیز کال دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *