د یمن فوځ د سعودي د تیري کوونکي ایتلاف مواضع تر هدف لاندې نیولي دي
د یمن فوځ او ولسي کمیټو په دغه هیواد کې د سعودي د تیرې کوونکي ایتلاف پر مورچو باندې د یوه بالستیک مزاییل د غورځولو خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د انصارالله د ځواکونو د لښکر پورې اړوند د یمن فوځ او ولسي کمیټو نن د سې شنبې په سهار(زمری۲۳) په غربي سواحلو کې په یوه لنډ واټن ویشتونکي توغندي سره د سعودي اجیر ایتلاف تر هدف لاندې نیولی دی.
په یمن کې د یوې امنیتې سرچینې په وینا چې دغه مزاییل دقیقاً په نښه شوي ځای باندې لګیدلی دی چې د سعودي تیرې کوونکي ایتلاف ته یې تلفات هم اړولي دي.
په همدغه حال کې د یمن فوځ د تیرې جمعې په ورځ هم په یوه بالیستیکي توغندي باندې د سعودي د فوځ نظامیان تر هدف لاندې نیولي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د عربستان د جیزان ولایت د جبل الدخان د غره لوړو برخو ته نږدې یمني ځواکونو د سعودیانو یو موټر له مینځه وړی دی او یو تعداد وسلې او مهمات یې ترې په غنیمت نیولي دي.