په سوریه کې د داعش ماتیدل/ ددغه هیواد په ختیځ کې د ۲۸ داعشیانو وژل کیدل

په سوریه کې د بشري حقوقو د ناظرینو راپورونه څرګندوې، چې د سوریې په ختیځ کې د داعش ترهګرې ډلې پر مورچو باندې ددې هیواد د فوځ په هوایي بریدونو کې نږدې ۳۰ تنه داعشیان وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،د سوریې د بشري حقوقو ناظرینو اعلان کړی دی، چې د کُردي او نورو ګډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې چې دداعش ترهګرې ډلې په وروستیو مورچو باندې ترسره شول د ۲۸ په شاوخوا کې داعشیان وژل شوي دي.

په همدغه حال کې د غیر دولتي سازمان مدیر رامی عبدالرحمن زیاته کړه، چې په تروریستي ډلو باندې د سوریې فوځ بریدونه دوام لري او همدارنګه تلفات یې هم د ډېریدو په حال کې دي،په اوسني وخت کې د داعش ترهګره ډله یوازې ددې برخې په یوه کوچنۍ سیمه کې شتون لري.

دا په داسې حال کې ده ، چې داعش ترهګره ډله په سوریه کې د پرله پسې ماتو وروسته بیا هم د تمې خلاف د بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري لکه د سوریې په السویدا ښار باندې برید چې ۲۵۰ کسان پکې ووژل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *