د سمنګان د والې د مرستیال د پاتې کيدلو سره دوهم ځل دپاره مخالفت
د سمنګان د نوي والي عبداللطیف ابراهیمي د معرفي کيدو څخه وروسته ،د صفت الله سمنګاني لسګونه پلویان د والي دفتر ته ورغلي وو اود پخواني والي د معاون ضیاء الدین ضیا د پآتي کيدو سره يې مخالفت څرګند کړ.
صفت الله سمنګاني چې په دغه راټولو شویو خلکو کې يې ګډون کړی وو د ضيا د پاتي کيدو سره يې سخت مخالفت څرګند کړ.
هغه وايي:د جمعيت د ګوند يا ارګ دغه پريکړه په هيڅ ډول د منلو وړ نه ده او د هغه د معرفي کولو دپاره به د هرې ممکنه لارې څخه استفاده وکړم.
سمنګانی وايي:ضیا د عبدالله عبدالله په خبره د والي د معاون په پست پاتي شوی دی.
د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي خلک ارامۍ ته راوبلل اوويي ویل دغه موضوع به د ولسمشر او امنیت شورا سره شریکه کړي.
په داسي حال کې چې د صفت الله سمنګاني لسګونه پلویان د والي دفتر پر ضد راوتلي دي وبه لیدل شي چې دغه مسئله څه ډول حل کیږي؟