د جمعیت ګوند د سمنګان د سیاسی لوبې ګټونکی دی
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د يو سیاسي جوړجاړي په بدل کې په سمنګان کې درې چوکې نورې هم خپلې کړې.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د سمنګان د والي د لرې کولو په بدل کې ارګ د جمعیت اسلامې ګوند غړی عبدالکریم خدام د سولې د عالې شورا د معاون په توګه وټاکه.
دا په داسې حال کې ده چې ډاکټر ضیاء الدین د سمنګان د والي د معاون په توګه دنده پر مخ وړي او د ترکمن قوم د کادرونو څخه یو به یې په يوه اروپايي هیواد کې د سفیر په حیث وټاکل شي.
په دې لوبه کې چې لیدل کیږي د جمعيت اسلامې ګوند بحث وګاټه او ۳پر ۱ يې جمهوري ریاست ارګ ته ماتي ورکړه.