ملې وحدت د سقوط په درشل کې؛ د جان کیري رول به څوک و لوبوي ؟

ملې یوالي حکومت چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیرې له ابتکاراتو څخه وو د سیاسي جوړ جاړي،بدنام او جنجالي انتخاباتو په نتیجه کې منځته راغی په هماغه وخت کې هم لوي بحران ته رسیدلی وو، څرنګه چې د اصلاحاتو او همګرایي ټیم خپل ځان په انتخاباتو کې بریالی ګاڼه، ددرغلیو د افشا کولو څخه چې تر یوه حده امرخیل د انتخاباتو دخپلواک کمیسیون مشر وو بحران اوج ته رسیدلی وو تر دې چې مستقل حکومت اعلان شي مګر د جان کیرې په منځګړتوب د ملې وحدت حکومت د دوه کالو لپاره جوړ شو اوس چې تقریبا څوارلس کاله ددې حکومت تیریږي دملي وحدت په هیڅ ډول تفاهمنامه عمل نه دی شوی. د ملې وحدت د حکومت د حوړیدو وروسته ډاکټر عبدالله اجراییه رئیس وټاکل شو او ظاهرا پنځوس سلنه واک په لاس کې ورکړل شو، د خپل ځان د بقا لپاره یې هیڅ کار ونه کړ او دا ددې سبب شوه چې مخالفتونو څپې راپورته شي، همدارنګه ډاکټر عبدالله د مجاهدینو د جبهې په کمزوري کیدلو هم تورن شو دغه تورونو د ډاکټر عبدالله محبوبیت له زوال سره مخ کړ او ورو، ورو یې خپل پلویان له لاسه ورکړل او له نوموړي څخه یې فاصله پیدا کړه.
له بله پلوه د افغانستان جمهوري ریاست ارګ همدارنګه کومه ستراتیژي چې لرله د قدرت په انحصار یې تمرکز وکړ او دا ددې سبب شوه چې د مخالفتونو څپې صورت ونیسي او دغه څپې په لویو څپو بدلې شوي په داسي حال کې چې جمهوریت ریاست ته نژدې یې کم کم اوازونه راځي او دغه غږونه د ارګ او سپیدار ماڼۍ د ویرې سبب شوي دي. لکه څنګه چې ویل کیږي تمه ده چې ډاکټر عبدالله د ولسمشر غني سره په انتخاباتي ټیکټ یا حکومت سره په یو بل تړون کار وکړي ،دی د قدرت له نشې د وجې مجبوره دی چې په هر کار کې لاس ووهي تر څو خپله بقا تضمین کړي،مګر تاریخ شاهد دی چې هر شی د حګوالي ټکې لري او بیرته را غورځیږي
بې امنیتې،ګډوډې،دولایتونو او ولسوالیو سقوط کیدل ،د داعش ترهګرې ډل حوړیدل،د طالبانو پیاوړي کیدل ،زورورې چاودنې ،د بمونو د مور استعمال،په پنج ستاره هوټل باندې حمله،ویره اچونه ،فساد او لسګونه نورې ستونزې په دې حکومت کې وروزل شوي او خلک مجبور شول چې د حکومت سره فاصله پیدا کړي. جمهوري ریاست ارګ د جنرال دوستم تبعید کول او خپل ټیم څخه د احمد ضیاء مسعود لرې کول نه جبران کیدونکي کارونه سرته ورسول،اوس د ولسمشر په شاوخوا کې هیڅوک هم په قدرت کې نه دي پاتي؛ علاوه د حکمتیار څخه چې هفه هم د نورو قدرتمندو ډلو په مینځ کې راڅرګند شو او دا ددې سبب شوه چې د ارګ لوي اهداف خاوري شي.
داسلامی جمعیت اجراییه ریس استاد عطا محمدنور لری کول دحکومت د رسوای یو بل دیګی و چه په زمکه وغورځیده د ارګ فر مان نه منل د استاد عطا محمد نور تند غبرګون له ارګه سره ډیر پلویان پیدا کړل تر دی حده چی اوس عطا د ټول حکومت دعوه کوی او هیڅ څوک د هغه د لری کولو توان هم نه لری.
په دی وروستیو کی دحکومت دوهم غلطی دا وه چی یو شخص په ټول ملت وزغمی چی دار کار افغانستان له سقوط سره مخامخ کوی زکه افغانستان د اقلیت حکومت دی په ملک کی اکثریت وجود نه لری د پوهانو په نظر چی افغان د اوغان او پشتو ضد کلیمه ده او پښتون فقط د اقلیت یو قوم دی په افغانستان کی چی دا ملک د ۱۴ نور قومونه هم کیږی.
اوس ارګ دخپل واک له لرلو او ګټو اخیستلو دننه په ارګ کی د بایو متریک مرکزونه جوړ کړی او خپل جګ پوړی غړی را ټولوی تر سو بایومتریک شی چی ممکن دغه کار دیو بحران او دملک د تجزیه په لور بوزی بل کار چی ارګ او ریاست جمهوری کړی او هغه هم په ضرر تمام شوی د سمنګانو د والی عبدالکریم خدام لری کول دي چی دا کار د مظاهرو دملا ماتول وه چی په دی نږدی ورځو کی استاد عطا مظاهری کول او دا ددی علت شو چی دسمنګان والي دارګ په فرمان لری شی چی دا ددی باعث شو چی ارګ واک په شمال کی کم شی.
اوس نو دنوی حکومت دتجزبی زمزمی، بحران ، ژر ټاکنو … او دغه ټول خواهي ، په قدرت تمرکز ، واک انحصارول دا دارګ غوښتنې وې چی افغانستان یی تر دی ځایه ورسوه ، او همدارنګه اجراییه ریاست هم پړ دی چی ولی دحکومت په لمړی ورځو کی دحکومت خپل سری ګامونو مخه ونه نیوله، اوس نو چې خبره تر دی ځایه راورسیده رښتیا د جان کیری رول به څوک ولوبوي ؟

ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *