د افغان سولې په اړه د امریکا په ګډون نړیوال جدي هوډ نلري

د افغانستان ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ د افغان سولې بهیر په اړه (په تېرو څلورو لسیزو کې د سولې خبرو اترو څېړنو) په  نوم خپله نوې څېړنه خپره کړه.

د دې څېړنې موندنې ښيي، چې امریکا، د هغې ملاټرو او افغان دولت د افغانستان  سولې په اړه جدي ارادې نه شتوالی او په حکومتي جوړښت کې د سولې په اړه کمزوري، د ګاوندیو هېوادونو لاسوهنې او د سولې په اړه د روښانه کړنلارې او تعریف تشه هغه لاملونه دي چې د سولې مخه یې ډب کړې ده.

دغه انسټيټیوټ څېړونکي محمد قاسم وفايي زاده تېره ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دوی موندنې وايي، چې د افغانستان په نظام کې داسې کسان شته چې له طالبانو او یا هم نورو مخالفو ډلو سره سوله، له خپلو ګټو سره په ټکر کې ده.

وفايي زاده زیاته کړه، چې په هېواد کې سوله کورنۍ او سیمه ییزې اجماع ته اړتیا لري.

د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد غونډې ته وویل، چې طالبان او افغان حکومت د سولې په بهیر کې له افراطه کار اخلي.

د ده په خبره، افغان حکومت او طالبان خپل اعمال پر ولس تحمیلوي او هڅه کوي، چې په لوی لاس له افراطه کار واخلي.

د ستراتیژیکو څېړنو انستیتیوت د څېړونکيو پر وینا، له ۱۳۵۷ لمریز کال راهیسې یې تر اوسه له ۳۲ شنونکیو سره په ۷ میاشتو کې د افغانستان د سولې په اړه څېړنې کړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *