د سعودي جنګي الوتکو په حمله کښې څلور ښځې او درې ماشومان شهيدان شول
د يمن په الحديده کښې په کور باندې د سعودي په هوائي حمله کښې څلور ښځې او درې ماشومان په شهادت ورسېدل.
سعودي جنګي الوتکې هم هغه شان د يمن په بې دفاع خلقو بمباريو ته دوام ورکوي.
د يمن د الحديده په الجاح سيمه کښې په يو کور باندې د سعودي د هوائي حملو له کبله څلور ښځې او درې ماشومان په شهادت ورسېدل.
له بلې خو د تعز سيمې په استوګن سيمو باندېد د سعودي د جنګي الوتکو په بېګانيو بمباريو کښې پينځلس تنه عامه خلق شهيدان شول.
د يمن روغتيائي سرچينو رپوټ ورکړ چې په دغه حمله کښې د تعز صوبې د التعزيه برخې په الربيعي سيمه کښې له خلقو په ډک بس باندې د سعودي طيارو د حملې له کبله بس اور واخېست او پکښې سورلۍ وسوزېدې.
سعودي الوتکې همدارنګ د صوتي دېوال په شلولو سره د يمن د استوګن سيمو د خلقو د ويرې سبب کيږي