پر يمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف په هوايي بريدونو کي 1400 ماشومان وژل شوي دي

پر يمن د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف په هوايي بريدونو کي ۱۴۰۰ ماشومان وژل شوي دي

د ملگرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ اداري له دي سره ويلي؛ د يمن په شل مياشتيني جگړه کي يو ميليونه کسان له خوارځواکۍ سره مخ شوي او نږدې پنځه سوه زره په سختي خوارځواکۍ اخته دي. د بريتانيان د پارلمان يوه غړي هم پر دي جگري نيوکه کري ده

په یمن کې جګړې او دسعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف هوایي بریدونو، دې هیواد ته ډيری زیانونه اړولي دي. د ایتلاف له لوري دا بریدونه ددې لپاره تر سره کیږي ترڅو تښتیدلی ولسمشر بیرته واک ته ورسیږي.

د بریتانیا د پارلمان یوه غړي، چې د یمن سعده ولایت ته یې سفر کړی. په دې هیواد کې یې د جګړې پایلې حیرانونکي ښودلې دي.

آندريو ميشل- “زه د سعدې ښار په منځ کې یوم د ښاوخوا ویجاړۍ په ښه توګه وینم په دې ښار کې دولتي ودانۍ ښونځي او د خلکو کورونه ویجاړ شوي دي. دا مالومه نده چې د سعودي عربستاان په مشرۍ د ایتلاف موخه له دې ویجاړیو څه ده دا د آبادی پر وړاندې ګام پورته کول دي چې له هرې لارې خپلې موخې ته د رسیدو ښکارندویي کوي.”

د بریتانیا د پارلمان غړي دا ریپوټ د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ څانکې مسولینو له خبري ناستې څو شیبې وروسته خپور شو. د ملګرو ملتونو په وینا په یمن کې د خوړو کمښت تر ټولو ما شومان ډیر زیانمن کړي دي. له دې سره دوی ویلي د یمن په جګړه کې تر اوسه یو زر څلور سوه ماشومان وژل شوي  او اوس مهال یو اعشاریه اوه میلیونه یمنیان په خوار ځواکۍ اخته دي چې له دوی څخه څلور سوه شپږ ویشت زره بد حالت لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *