د کندهار د هوايي ډګر پنځه ښځینه کارکونکې ووژل شوې
د کندهار د هوايي ډګر پنځه ښځینه کارکونکې ووژل شوې
د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې د هوايي ډګر د عملې پر موټر د ناپیژاندو وسلهوالو په برید کې پنځه ښځې او د موټر چلوونکی یې وژل شوي دي.
دا بريد نن سهار وختي شپږ بجې د ښار په يوه مرکزي برخه کې شوی.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وويل، بريد کونکو د ښار د څلورمې حوزې په ده خواجه سيمه کې هغه مهال پر دغو ميرمنو او د هغوی پر موټر چلونکي ډزې وکړې، چې هغوی د کندهار هوايي ډګر ته د تګ په حال کې وو.
هغه زياته کړه، لمړنۍ څيړنې ښيي، چې بريد کونکي دووه تنه وو او تر برید وروسته له سیمې تښتیدلي، خو امنيتي ادارو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.
د کندهار د هوايي ډگر امر احمدالله فيضي وويل، چې د وژل شويو ميرمنو جسدونه ميرويس حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.
هغه پر ونیا، وژل شويو ميرمنو د هوايي ډگر په ترمینل کې د ښځينه مسافرو د تلاشۍ په برخه کې له يوې قرار دادي کمپنۍ سره کار کاوه.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د بريد مسوليت په غاړه نه دی اخيستی.
خو ولسمشر غني دا برید د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو عمل ګڼلی دی.