امریکا روسیې ته په ټاکنو کې د نه لاس وهنې سپارښتنه کړې وه

امریکا روسیې ته په ټاکنو کې د نه لاس وهنې سپارښتنه کړې وه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي؛ خپله یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي و چې د امریکا په ټاکنیزو بهیر کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

ښاغلي اوباما په خپله وروستي خبري کنفرانس کې وویل؛ په سپتمبر میاشت کې یې د روسیې ولسمشر ته د امریکا په ټاکنیز بهیر کې د لاسوهنې “پایلو” په اړه خبرداری ورکړی و.

د امریکا ولسمشر ویلي چې تر هغې وروسته (د امریکا کمپیوټري شبکو) هک کېدل وردېدل.

روسیې د هک کولو اړوند تورونه په کلکه رد کړي او له امریکا یې غوښتي چې که په دې برخه کې کوم سند لري وړاندې دې یې کړي.

د ښاغلي پوتین ویاند ویلي؛ “هغوی (امریکایان) یا باید نور په دې تړاو خبرې ونه کړې یا اسناد وړاندې کړي.”

ښاغلي اوباما په ضمني ډول وویل چې ښاغلی پوتین له هک کولو خبر و او زیاته یې کړه “د ولادیمیر پوتین له خبرېدو پرته روسیې ډېر څه نه پېښېږي.”

د امریکا ولسمشر ویلي؛ د امریکا استخباراتي سازمانونو موندنې ښيي چې روسیه امریکا کې د سږکال نومبر ټاکنو په درشل کې د ډیموکرات ګوند د ایمیلونو هک کولو مسوول دی.

ښاغلي اوباما د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ غوښتي چې د امریکا په ټاکنیزو بهیر کې لاسوهنې “جدي” وبولي. هغه په ورته وخت کې له دې خبرې کولو ډډه وکړه چې ایا دغو هک کونو د ټاکنو پر پایلو پرېکنده اغېز کړی کنه.

ښاغلي ټرمپ وړاندې په دې اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او هغه یې سیاسي دریځ نیونه بللې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *