تاريخ د حلب له ازادۍ نه مخکښې او وروسته وېشل کيږي.

د سوريې ولسمشر د حلب له ازادۍ وروسته په خپل يو وېډيوئي وېنا کښې وويل: وخت او تاريخ په خپلو کښې سره په ارتباط کښې دي، خو خلق وخت هېروي په داسې حال کښې

تاريخ د حلب له ازادۍ نه مخکښې او وروسته وېشل کيږي. دا لاسته راوړنه له مبارکۍ ويلو نه ډېره اوچته خبر ده

د سوريې ولسمشر د حلب له ازادۍ وروسته په خپل يو وېډيوئي وېنا کښې وويل:

وخت او تاريخ په خپلو کښې سره په ارتباط کښې دي، خو خلق وخت هېروي په داسې حال کښې چې تاريخ يادوي.

مونږ تل په نړۍ کښې وخت په تاريخ کښې له سترو بدلونونو او واقعاتو سره تعريف کوو د مثال په توګه وايوو د مسيح له ميلاده مخکښې يا د مسيح له ميلاده وروسته، په پېغمبراکرم (ص) باندې د وحي له نازلېدو مخکې يا د وحي له نازلېدو وروسته، په دا ډول وايوو د شوروي له دړې  وړې کېدو مخکښې سياسي حالت او له هغه نه وروسته حالت يا له نړيوال جنګه مخکښې او يا وروسته.

د حلب په ازادېدو سره د سوريې او سيمې حالت او نړيوال حالت د حلب له ازادېدو نه مخکښې او وورسته باندې بدل شي.

د حلب مقاوم ولس، د سوريې عربي فوځ او د سوريې هر ښاريز  چې د خپل حق او خپل وطن تر څنګه ټينګ ولاړ وو تاريخ جوړوي.

تاريخ د ليکلو په حال کښې دے. په اوس حال کښې ټول لګيا دي مبارکۍ وائي خو دا لاسته راوړنه له مبارکۍ ويلو نه ډېره اوچته ده. نن د سوريې هر ښاريز د تاريخ د ليکلو په حال کښې دے او دغه تاريخ ليکنه نن نه ده شروع شوې بلکه له هغه  وخت نه چې تقريباً شپږ کاله مخکښې د سوريې بحران شرو ع شو شروع شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *