سعودي عربستان د بشار اسد د ګوښه کیدو ملاتړ کوي
سودي عربستان خبرداری ورکړی که چیرې د سوریې په هکله سیاسي خبرې له ناکامۍ سره مخامخ شي، د بشار اسد پر وړاندې به له پوځي ځواک څخه کار واخلي.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیرد سه شنبې په ورځ د اتریش په پلازمینه کې د سوریې د ملګرو په نامه د ویانا له نړیوالې غونډې وروسته خبر ورکړی دی.
الجبیر په دې آند دی چې باید ډير وخت مخکې یې پر دې ټاکنه کار کړی وی.دا هغه پلان دی چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد پر وړاندې له پوځي ځواکه پر کار اخستنې ټینګار کوي.
ده زیاته کړه: که چیرې دوی «د سوریې دولت» د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ورنکړي نو مونږ باید یوه بل لوري ته مخه کړ.
سعودي عربستان د بشار اسد د نسکورولو له بهیره ملاتړ کوي او په سوریه کې د وسله والو ډلو له سرسخته پلویانو څخه شمیرل کیږي.
د یادولو وړ ده چې په ویانا کې د سوریې د نړیوالو ملاتړو تر نامه لاندې غونډه، د شنبې په ورځ له کومې پایلې پرته پای ته ورسیده.
په دغه غونډه کې د شلو هیوادونود بهرنیو چارو وزیران ګډون کړی وو.