د هند کورنيو چارو وزير له کشمير څخه ليدنه کړې ده. دا سفر په داسي حال کي تر سره کيږي چي په دي وروستيو کي د هندي سرتيرو او مسلمانانو ترمنځ د شخړو له امله پنځه شپيته کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي

د هند تر واک لاندې په جمو او کشمیر کې په دې وروستیو کې کړکیچ ډير شوی دی، چې په تیرو شپږو کلونو کې یې ساری ندی لیدل شوی. د خلکو له لوري له شخړو ډک لاریون ته هغه مهال زور ورکړل شو کله چې د کشمیر بیلتون غوښتونکو مشر برهان واني د پولیسو له لوري په ډزو سره ووژل شو. له دې وروسته په شخړو کې پنځه شپیته کسان وژل شوي او شپږ زره نور ټپیان دي. ډيری ټپیانو د ساچمه اي ډزو له امله خپلې سترګې له لاسه ورکړې دي.

اوس د هند کورنیو چارو وزیر جنات سینګ کشمیر ته تللی ترځو له نږدې ددې سیمې حالات وڅیړي. د جمو او کشمیر پر اوسیدونکو د شخړو او تاوتریخوالي ډکې دوه میاشتې په ډیرو سختیو سره تیرې شوي دي، ډيری هټۍ بندې پاتې او د خلکو کار او بار په ټپه ولاړ دی. په ډې پیښو کې ټپیانو روغتیایي حالت ښه شوی ندی او ټول په دې تمه دي چې کله به بیا له ستونزمنو او شخړو ډکو ورځو سره مخ کیږي.

دې سیمې ته د هند کورنیو چارو وزیر دوهم سفر په داسې حال ک102618111423323897231381051026049975524ې تر سره کیږي چې له کشمیریانو سره دده د ژمنو نیټه پای ته رسیدلې ده. ده ویلي چې د کشمیر د ستونزې په هواری کې به د د هند پخواني لومړي وزیر او د هند د خپلواکۍ نهضت د مشر د کورنیو له غړیو څخه به مشوره واخستل شي.

د هند د کشمیر په سیمه کې له نولس سوه اتیایم کال راهیسې شخړې روانې دي او ډیری دا نیوکې د کشمیر د بیلتون غوښتونکو له لوري رامنځ ته شوې او پآکستان له دوی څخه په ملاتړ تورنیږي. په ورته حال کې د اسلام آباد او نوي ډهلې د تیرې اونۍ خبرې هم له ماتې سره مخ شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *