سودي عربستان خبرداری ورکړی که چیرې د سوریې په هکله سیاسي خبرې له ناکامۍ سره مخامخ شي، د بشار اسد پر وړاندې به له پوځي ځواک څخه کار واخلي.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیرد سه شنبې په ورځ د اتریش په پلازمینه کې د سوریې د ملګرو په نامه د ویانا له نړیوالې غونډې وروسته خبر ورکړی دی.

الجبیرAsad په دې آند دی چې باید ډير وخت مخکې یې پر دې ټاکنه کار کړی وی.دا هغه پلان دی چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد پر وړاندې له پوځي ځواکه پر کار اخستنې ټینګار کوي.

ده زیاته کړه: که چیرې دوی «د سوریې دولت» د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ورنکړي نو مونږ باید یوه بل لوري ته مخه کړ.

سعودي عربستان د بشار اسد د نسکورولو له بهیره ملاتړ کوي او په سوریه کې د وسله والو ډلو له سرسخته پلویانو څخه شمیرل کیږي.

د یادولو وړ ده چې په ویانا کې د سوریې د نړیوالو ملاتړو تر نامه لاندې غونډه، د شنبې په ورځ له کومې پایلې پرته پای ته ورسیده.

په دغه غونډه کې د شلو هیوادونود بهرنیو چارو وزیران ګډون کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *