عراق دولت ۳۶ داعشیان وژلي دي
دعراق دولتي چارواکیو په وینا، دوی د داعش هغه شپږ دیرش جنګیالي چې د دوه زره څوارلسم کال پر مهال یې د عراقي سرتیروپه ټول وژنه کې برخه درلوده
د داعش دا جګیالي دناصریه په بندخونه کې ساتل کیدل.
د داعش ډلې په دوه زره څوارلسم کال کې د تکریت پر ښار د برید پر مهال یو زر اوه سوه عراقي سرتیري ژوندي ونیول او وروسته یې بیا په انټر نیټ ددوی د وژلو ویډیو خپره کړه.
د عراق پوځ په ۲۰۱۵ کال کې د تکریت ښار د بیا نیولو پر مهال د داعش دغه ۳۶ جګړه ماران ونیول، چې بیا یوې محکمې په مرګ محکوم کړل او نن اعدام شول.