په کندز کې  دجګړو د ډيرښت او ددې ولایت د ځینو سیمو لاس په لاس کیدو سره د دفاع وزیر دې ولایت ته تللی دی5D7F6CE4-2F48-45A4-8201-18E2E7777252_w987_r1_s.

دامنیتي سرچینو د ریپوټ له مخې، ددفاع وزیر اوس مهال په دې ولایت کې له امنیتي چارواکیو او مسولینو سره په خبرو بوخت دي او د جګړې په تړاو د پلان د رامنځ ته کولو په حال کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ له سقوط وروسته د ستر درستیز مرستیال جنرال مراد علی مراد دې ولایت ته تللی دی

ښاغلي مراد سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، د کندوز – تخار پر لویه لاره ټولې امنیتي پوستې د طالبانو له ولکې ویستل شوي، خو د اوس لپاره د مسافرینو د تګ راتګ لپاره مناسبه نه ده.

د راپورونو له مخې، طالبانو له څو ورځو راهیسې له امام صاحب ولسوالۍ نه د دې پول پر لور وړاندې تللي و، خو د ښاغلي اکبري په وینا، اوس دا پول د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

خو طالبانو ویلي چې امریکایي الوتکو تېره شپه پردې پول بمونه غورځول او یوه برخه یې ویجاړه کړې او له امله یې د دوی درې وسله وال هم وژل شوي دي.

خو ښاغلي مراد او ښاغلي اکبري د طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دا پول د هغه بم د چاودنې له امله نړېدلی چې طالبانو یې لاندې ځای پرځای کړی و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *