له پاکستان څخه د اوړو نه واردول د افغان سوداګرو پریکړه ده
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2016/07/۲7.jpg)
مزمل شنواری وايي د پاکستان نه د غنمو او اوړو نه واردول د افغانستان د حکومت رسمي فیصله نه ده بلکې د افغان سوداګرو فیصله ده.
شنواری وویل چې افغان سوداګرو «په دې آواخرو کې ترجیح ورکړي چې د منځنۍ آسیا، د قزاقستان او ترکمنستان نه اوړه او غنم واخلي.»
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت معین مزمل شنواري وویل چې د افغان سوداګرو دغه کار دوه علته درلودل. لومړی دا چې په دې وروستیو کې د تورخم لاره بنده شوه او د پاکستان څخه د محصولاتو د واردولو په پروسه کې ستونزې وي. دوهم دا چې د ترکمنستان او قزاقستان غنم ارزانه او تر پاکستاني غنمو یې کیفیت ښه و.
ښاغلي شنواري زیاته کړه چې په عمومي توګه د افغانستان د حکومت پالیسي هم دا ده چې د سوداګرو لپاره د تجارت او محصولاتو د واردولو او صادرولو لپاره یوازې په یوې لارې اکتفا و نه شي بلکې متبادلې لارې موجودې وي.