په ننګرهار کې چارواکې وایی چې په سلګونه داعشیان یی وژلي دي

په ننګرهار کې د څلورمې لوا یو چارواکی په دې ولایت کې د اسلامي دولت ډلې د په سلګونو وسله والو د وژل کیدو خبر ورکوي.

۱

د څلورمې پلې لوا درستیزوال ډګروال محمد جان دریاب ویلي چې دغه وسله وال په کوټ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

په عین حال کې د حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په ننګرهار کې امنیتي ستونزې جدي ګڼي او وایي، ډېر ژر به د دې ولایت په وضعیت کې بدلون راشي.

د اجراییه ریاست د خبرپاڼې له مخې عبدالله پرون چهارشنبې د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ له قومي مشرانو سره خبرې وکړې او هغوی ته يې ډاډ ورکړ چې د ننګرهار د امنیت ښه کولو ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

عبدالله دغه راز وویل چې په نژدې راتلونکې کې به دې ولایت ته ورشي.

د خبرپاڼې له مخې د شینوارو قومي مشرانو په خپل ولایت کې د نورو ستونزو ترڅنګ د اسلامي دولت د وسله والې ډلې/داعش د فعالیت له امله اندیښنه څرګنده کړې او له حکومته یې دې ستونزې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *