سرتاج عزیز وایی د هند او افغانستان تبلیغاتو د پاکستان په اړه د کانګرس د غړو نظر بدل کړی
په امریکا کې د پاکستان د دوه مخې پالیسۍ په باب د بحثونو له ډېرېدا سره په یو وخت د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د چهارشنبې په ورځ وویل چې د امریکا یوازې یوه برخه روڼاندي او نظرخاوندان فکر کوي چې باید پاکستان ته د دښمن په سترګه وکتل شي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د سرتاج عزیز اشاره د کانګریس وروستیو بحثونو ته وه. د کانګریس په وروستۍ غونډه کې په دې باب بحث وشو چې پاکستان د امریکا دوست دی او که دښمن؟
سرتاج عزیز په یوه تلویزیوني مرکه کې ادعا وکړه، په امریکا کې دا اندېښنې د افغانستان او هند د تبلیغاتو له امله رامنځته شوي، دا تبلیغات سبب شوي چې د کانګریس ځیني غړي پاکستاني ضد نظر خپل کړي.
سرتاج عزیز همداراز وویل،د امریکا کانګریس په اسلامي نړۍ، جنوبي اسیا او د افغانستان د مسلې په حل کې د پاکستان له اهمیته خبر دی. خو د کانګریس هغو غړیو چې په دې برخه کې معلومات نه لري بې اساسه اندېښنې مطرح کړې. موږ هڅه کوو چې د دغو اندېښنو ځواب ووایو.
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وویل، امریکايي پلاوی د سناتور جان مکین په مشرۍ په وروستیو کې د میرانشاه د سفر په لړ کې د تروریزم په وړاندې د پاکستان پر بریاوو حیران شو او د پاکستان له لوري یې د تروریستي ضد پېښو مخنیوی په داسي حال کې وستایه چې په نوره نړۍ کې دا ډول پېښې په زیاتېدو دي.
دا په داسي حال کې ده چې سناتور جان مکین د پاکستان او افغانستان له سفره امریکا ته تر ګرځېدو وروسته وویل چې د پاکستان له خاورې له وسله والو طالبانو سره پوځي او مالي ملاتړونو د افغانستان حالات سخت کړي دي.
سناتور جان مکین وویل، د پاکستان په خاوره کې د وسله والو طالبانو په تېره بیا د حقاني شبکې د خوندي پناهځایونو له ویجاړېدو پرته په افغانستان کې طالبانو ته ماتې ناشونې ده.