د اروپایی ټولنۍ پولیس د افغانستان امنیتي ځواکونو ترڅنګ
د اروپایی ټولنۍ د پولیسو مشر ویلې چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یوازې پرینګدې.
د خاورمیانه ریپوټونو پر بنسټ او د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې له مخې،د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد پرون د میرمن پیا شترنوال سره وکتل.
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر د اړیکو پراختیا او دې وزارت ته د نړیوالۍ ټولنې د مرستو لیګد او د پولیسو د زکړو په اړه معلومات ورکړل.
جاهد د امنیتي ځواکونو توان ته د اشارې ترڅنګ وویل،د افغانستان امنیتي اوس خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي او د دې توان لري چې نظامي عملیات په ښه توګه ترسره کړي.
په ورته حال کې، د اروپایی ټولنۍ د پولیسو مشرې د افغانستان امنیتي ځواکونو سره د مرستو له دوام څخه ډاډ ورکړ او زیاته یی کړه چې افغان سرتیري به له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یوازي پرینګدي.
میرمن شترنوال وویل چې د اروپایی ټولنۍ د پولیسو هدف په افغانستان کې د سولۍ او ثبات ټینګښت برخه کې له کابل سره ګډ دی.
د خبرپاڼې له مخې، د اروپایی ټولنۍ پولیس به له ۲۰۱۶ کال ورسته هم په افغانستان کې پاتې شي.