په پاکستان کې د پولیسو ۵ افسران ټپیان شوي دي

د راپورونو له مخې د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د پولیسو پنځه افسران هغه مهال ټپیان شول چې موټریې پریوه ماین وخوت.

1

د خېبر پښتونخوا ایالت د سوات سیمې د پولیسو یوه افسر  وویل چې د پولیسو دغه موټر په مانکیال سیمه کې په لاره ښخ شوي یو ماین برابر شو چې پنځه پولیس په کې ټپیان شول.

ویل کیږي په موټر کې یو شمېر ملکیان هم سپاره و چې روغتیایي وضعیت یې سمدستي نه دی معلوم.

پاکستاني طالبانو په یوه پیغام کې د دغې چاودنې مسؤلیت په غاړه اخېستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *