افغانستان ایرلنډ ته په یوه ورځینیو لوبو کې ماته ورکړه

افغان کرېکېټ لوبډلې د شمالي ايرلنډ بلفاسټ کې له ايرلنډ سره خپله دويمه يو ورځنۍ لوبه په ۳۹ منډو وګټله.

1

افغان لوبډلې لومړی منډې وکړې، او ايرلنډ ته يې د ۲۵۱ منډو هدف وټاکه. خو د ايرلنډ ټوله لوبډله په ۴۹ اوور کې په ۲۱۱ مندو وسوځېدله.

د افغانستان منډو جوړوونکو کې محمد شهزاد ۶۶، نجيب ځدراڼ ۵۹، جاوېد احمدي ۲۹ او سمیع الله شينواري ۲۴ منډې وکړې.

د ایرلنډ له لوري اي ډي جویسي تر ټولو ډېرې ۶۲ منډې جوړې کړې. نوموړي ۸۷ توپونو لوبه وكړه.

د افغانستان بري کې د ورو توپ اچوونکو رول ښه روښانه و، محمد نبي د ايرلنډ ۳، راشد خان هم ۳ وسوځول، او تېزو توپ اچوونکو کې بيا دولت ځدراڼ ۲ لوبغاړي له مخې لرې کړل.

د افغانستان لوبډله له سکاټلنډ څخه د لوبې تر ګټلو وروسته وړمه ورځ ایرلنډ ته لاړه.

افغانستان په دې وروستیو کې ښه ځلېدلی، خو د ایرلنډ تجربه کاره لوبډله هم ترې کمه نه ده او د ډېرو په باور دواړه لوبډلې به خوندوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

ځینې شنونکي په دې باور وو، چې له لوبغالي سره نابلدي او هم کوربانه نندارچیان ښايي پر افغان لوبغاړو فشار راوړي خو دوی داسې هم ویل، چې سیاله ډله یې ښايي د افغانستان د وروستیو بریاوو تر اغیز لاندې وي.

د افغانستان په لوبډله کې د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ یو شمېر نوي ځوانان هم ډېر ښه ځلېدلي دي چې په راتلونکې کې ښايي ډېره تکیه پرې وشي.

د پنځو لوبو دغه لړۍ کې اوس افغانستان د یوې لوبې په ګټلو ۱:۰ برلاسی دی.

د دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ لوبه چې د جولای پر ۱۰ مه د يکشنبې پر ورځ وه، د باران اورښت له امله له پيله مخکې لغوه شوه.

د دواړو لوبډلو تر منځ به بله لوبه د پنجشنبې پر ورځ ستورمونت کې کېږي.

د هوا پېژندنې ځايي ادارې د پنجشنبې ورځې لپاره د راڼه موسم وړاندوینه کړې ده.

افغانستان له دې وړاندې سکاټلنډ ته په خپل کور کې ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ اتلولي هم خپله کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *