سوري مخالفینو حلب کې یو مهم کلی له دولتي ځواکونو نیولی
په ادلب ولایت کې د بېځایه شویو سوري وګړو پر کمپ په هوایي برید کې لږ ترلږه ۳۰ کسان ووژل شول.
د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې راپور ورکړی چې د سوریې دولت مخالفو ډلو تر درنو جګړو وروسته یو مهم ستراتیژیک کلی د دولتي ځواکونو له کنټروله بهر کړی دی.
ددې راپور له مخې، د حلب ښار په سوېل کې په جګړو کې لږ ترلږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د راپور پر بنسټ، د النصرت ډلې سره تړلې د القاعدې ډلې غړو تېره ورځ پنجشنبه (ثور/ غویي ۱۶مه) په خان طومان کلي کې پر دولتي ځواکونو بریدونه پیل کړل.
دا کلی د دمشق – حلب لویې لارې ته د نژدې واقع کېدو له امله ډېر اهمیت لري.
دا جګړې د حلب ښار شاوخوا سیمو کې شوي دي چې تمه کېږي له دې ځایه په سیمه کې اوربند پيل شي.
وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستان برخې مسوول سټیفن اوبراین د ترکیې پولې ته څېرمه د سوري کډوالو پر پنډغالي هوایي برید جنګي جنایت یاد کړ.
په دې هوایي برید کې لږ ترلږه ۳۰کسان ووژل شول.
دا پنډغالي د ترکیې پولې ته نژدې د ادلب ولایت په سرمدا ښار کې دی او دا سیمه د بشار الاسد د مخالفینو په کنټرول کې ده.
بشار الاسد ته وفادارو ځواکونو په دې وروستیو کې په ادلب کې هوایي بریدونه ترسره کړي دي.