ننګرهار کې ښځینه خبریاله و وژل شوه
د ننګرهار چارواکي وایې مدني فعاله او خبریاله ملاله میوند د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې نامعلومو وسله والو په ډزو وژلې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د لیندۍ په ۲۰ نیټه سهار ۷:۱۰ بجې د جلال اباد ښار دریمه ناحیه کې « ملاله میوند» د انعکاس راډیو تلویزیون خبریاله او مدني فعاله له خپل موټر چلوونکې سره د نامعلومو وسله والو له لوري داسې مهال په ډزو وژل شوې، چې له کور څخه دفتر ته په لاره وه.
د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.