په کندهار کې د چاودیدونکو مهماتو یو ډک مازدا ډوله موټر کشف شو

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې له جنګي مهماتو یو ډک مازدا ډوله باروړونکی موټر کشف او ترلاسه کړی دی.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د کورنیو چارو د وزارت د نن ورځې(لیندۍ ۱۸)  خبرپاڼي په اساس، دغه چاودیدونکي توکې او مهمات په یاده  مازدا ډوله موټر کې  ډېر  په مهارت سره  ځای پر ځای شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه موټر کې ۲۰۰۰ ډزه د دهشکې ګولۍ، ۵۰ ډزه نارنجک غورځوونکي او ار.پي.جي توغندی غورځوونکي او همدارنګه ۱۷۹۶۰ ډزه د سپکو وسلو ګولۍ د جوارو تر بوریو لاندې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوې وې.

د کورنیو چارو وزارت وایي ، چې د دې قضیې په تړاو موټر چلوونکی نیول شوی دی.

د یوه بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم د نشه يي توکو د قاچاق ۱۰۳۸۳۰۰ پاکستانۍ کلدارې عواید کشف او د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

د مالوماتو پر بنسټ، یادې پیسې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو له خوا د یوه صراف په وسیله له بهر څخه حواله شوې وې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *